معمول دادی چې جګړه د بري او بایلات دواړه شونتیاوې لري. جګړمار لوري معمولا تر جګړې دمخه د بري او ماتې دواړه حالتونه ارزوي او د دفرضیو په حیث دواړو حالتونو ته ذهنی او فزیکی چمتو والی لري چې متاسفانه افغانستان کې دامریکا شل کلن بشرضد جنایاتو او بشری نارین زیږوونکې جګړه دنظامی فرضیو پر ځای د امریکا د ټاکنو د ګټلو په موخه پیل او دامریکا په سیاسي او نظامي تاریخ کې د یوې داسې شرمېدلې ماتې سبب شوه چې اوس یې د یوه ملت د تباهۍ په بیه له خپلې لمنې څخه د بشری جنایتونو داغه میځل غواړي .
افغان جګړه کې دبایډن د حسودانه او عقده ی څرګندونو څخه جوتیږي چې امریکا اصلاً وار له مخه دا جګړه نه وه ارزولې، بلکې دجګړې د نظامی أرزونې او محاسبې پر ځای ېې په سیاسي سنجش تمرکز وکړ او پدې تفکر یې شل کاله افغانستان کې بې هدفه جګړې، د زرګونو غیر نظامیانو په وژلواو دابادیواو تاسیساتو په تباهۍ سره داسې تاریخی تېروتنه وکړه چې دنړۍ هېڅ مخالف او موافق ته یې بې هدفه پیل او بې نتیجې پای دمنلو وړ نه وه او عملا هم نړۍ وکتل چې دا بې هدفه جګړه بلاخره دامریکا په سیاسي او نظامي ماتې منتج شوه.
په افغانستان کې د امریکایانو شل کلنه جګړه چې له یو نظامي مانور او دځانځواکۍ اوو ځانښودنې پرته بل ډول نه شي تعریفېدای او نه شي تابېردای ځکه دا جګړه د سپتمبر د یوولسمې د بوږنونکې پېښې په تعقیب په بیړه او پرته له نظامي محاسبې او احتمالی فرضیو پیل او د امریکا د جمهوریتپالو او دیموکراتانو ترمنځ د اقتدار دسیالیو له پاره د یوه ټاکنیز کمپاین په توګه خواو شا شل کاله د زرګونو بې ګناه ملکیانو په وژلو او د افغانستان د اساسي او بنسټیزو پرمختګونو د لولپه کېدو په بڼه توده وساتل شوه.
داچې امریکا په افغان جګړه کې کومې موخې تعقیبولې ؟ په څرګنده یې ورته د ترهګرې سره د مبارزې نوم ورکړ ، مګر عملا دادی وینو چې د ترهګرو او انسانوژونکو اجیرانو په پیاوړتیاو او غښتلتیا منتج شوه.
امریکایانو په دوه زره یو کال کې د طالبانو وحشتپال اودکتانور استبدادي امارت د ترهګرې په تور راوپرځاوه او پر ځای یې د واک په ټاکلو او تعین کې د ټاکنو دلارې د خلکو د ونډې پر بنسټ جمهوري حکومت ایجاد کړ چې ، دملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور له مخې امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې کولای شي د بشري حقونو د نقض او د استبدادي حکومت د پرځولو او پر ځای یی دیموکراتیک نظام ایجادولو واک لري او دا کار د امریکا د دیپلوماسئ په تاریخ کې یوه داسې ځانګړنه ده چې نورو هېوادونو ته نده حاصله .
ولسمشر بایډن دامریکا دتاریخ څخه د ددغې شرمېدلې ماتې تور داغ دکنګالولو او په اصطلاح د ټر په پر پټولو یوه بله ناکامه هڅه پیل کړې ده چې هغه د افغان تاریخی ملت د پاشلو او وېشلو په تړاو دبایډن نه منونکې او له حقیقته لرې عقده ی څرګندونې دي چې عیني واقعیتونه ددغو څرګندونو سره څرګند توپیر او تضاد لري چې یوه بېلګه یی د بایدن په حواله دا خبره مشهوره ده چې افغانان یو ملت نه دی او ملت نه شی کېدای دوی خپلو کې نه جوړیږي اما افغانستان کې او په نړۍ کې دافغانانو خپلمنځي برخورد دغه نظر د حال په ژبه رد کړی دی .
داچې په تاریخي لحاظ افغانستان او افغانان په دغه جغرافیه کې له پنځو زرو کلونو راهېسې ګډ ژوند کوي اود واحد ملت په توګه یې د قومونو او قبایلو ترمنځ مذهبی ،کلتوري توحید او افغانیت ددې سببب شوی چې په وروستیو دوه پېړیو کې (نولسمه او شلمه ) دنړۍ دوه ستر زبرځواکونه (پخوانی شوروی اتحاد او دامریکا متحد ایالات)دافغان په جامه کې د خپلو جاسوسانو او تخریبي عناصرو فعالیت پر مټ په څلوېښت کلنو جګړو کې ونه توانېدل چې افغانستان تجزیه او سره یی وپاشی نو ، همدا به کافي دلیل وي چې دافغانانو د واحد ملت ماهیت ترې ثابتیږي.
بل لور ته که پرتلییزه کتنه ورته وګورو نو خبره نوره هم واضح او ښکاره کیږي چې دافغانستان په شل کلنه جګړه کې پراخه ګدوډۍ هومره د نړۍ له پاره غوره خبری سرلیک ونه ګنل شو څومره چې پخپله د بایډن او ترامپ ترمنځ د واک پر سر درامنځ ته شوي کړکیچ پر مهال د ترامپ د لنډغرو له خوا د سپینې ماڼي او کانګریس پر ودانیو یومخیز بریدونه دنړۍ له پاره د تعجب او اندېښني سبب شول.
که د بایدن پر منطق یی ګز کړو نو دټرامپ لندغریزم وښوده چې امریکا هم یو ملت نه دی او دیایډن د قضاوت او عقدې پر اساس باید امریکا هم تجزیه کړای شي چې دا پخپله دبایدڼ د حسد او کینې میزان جوتوي ، ځکه کوم عوامل چې دبایدن په وینا دافغاستان د وېشلو مسبب ګرځېدلي دي ، متأسفانه چې هماغه عوامل دبایدڼ او ترامپ په هېواد کې دمتمدن بشریت تهذیب بلل کیږي .
دا ټول اټکلونه او د امریکی ولسمشر ضد و نقیض څرګندونې په حقیقت کې د نړۍ د هېوادونو په ځانګړي ډول د اسیا په اړه د امریکا د ستراتیژیکو اهدافو او پالیسیو د تومار څخه سرچینه اخلې چې تر اوباما او بوشانو په تعقیب ټرامپ او بایډن هم هڅه کوي چې دا نیمګړې ډایکریکټری بشپړه کړي او په همدې موخه یې اسیایی هېوادونه ترجزر لاندې نیولي او ځپلي دي.
دافغانستان د شرایط اړوند د ترامپ او جوبایډن د څرګندونو څخه دوه خبرې زیاتیږي ، یوه داچې دغه دواړه ولسمشران د نړۍ د هېوادونو او د پرګنیو په اړه بشپړ او درست معلومات نلری نو د معلوماتوله خلاء څخه د معقولو نظریاتو د تولید تمه هم معقول کار نه دی. دویمه خبره داچې، امریکا غواړي پر افغانستان باندې د فشار د رنګارنګۍ په غلغله کې د نړئ هېوادونه غیر مستقیم وګواښي چې که دافغانستان د شل کلنې بې هدفه جګړې څخه د امریکا بې پایلووتلو ته د شکست او ماتې په سترګه وکتل نو، دیوې بلې سیاسي بهانې په ترڅ کې به یی وضعیت داسې بیخونده شي لکه دافغانستان روان بحرانی وضعیت.
پدې توګه غواړي له یوه پلوه دافغان ستر تاریخي خو بېوزله ملت سره خپله دروني کینه او حسد وپآلي چې دامریکا دشکست په پایله کې ورسره دوی مخامخ شوي دي او له بلې خوا ،مخکې له دې چې امریکا د معاصرې امپراتورۍ په حیث د زوال پر پاڼ ودریږي، غواړي د امپراتوریو هدیره ورکه او ړنګه کړي .
داچې اوسمهال غواړي دافغان ملت ضبط شوې او کنګل شوې شتمني د اجرایوی فرمان په ترڅ کې د ټولو سیاسي ، دیپلواتیکو ، حقوقي او بشری آرونو خلاف تصرف کړي، چې دا کار هم د شکست خوړلي احساس له مخې ممکن دی ، نه د فاتح او برلاسي احساس په توګه .
د اوکراین مسئله کې دامریکا موقف او د چین او امریکا په انتخاب کې د تایوان تردد همدا راز په عربي هېوادونو کې دامریکا دحمایت او ورسره د اړیکو په برخه کې دپآم وړ بدلونونه ټول په حقیقت کې د امریکا د سیاسي او نظامي ماتې پر وړاندې د غبرګونونومختلف بڼې دي چې دامریکا د ماتې اصلي عاملین د رېښې په حیث پخپله امریکایی چارواکي او د سپینې ماڼۍ پالیسی سازان دي.
ولسمشر بایډن دافغانانو د کنګل شويو پیسو په تړاو د تصرف فرمان په حقیقت کې دافغان ملت سره ددوی حسادت په ګوته کوي او دترهګرۍ دلیل یوازې د نظامي مداخلي دمشروعیت له پاره یوه خودساخته معامله ده ، چې عملا یی نظامي مداخله وکړه او شل کاله یی دیو ګونګ هدف له پاره یوه نا تعریف شوې خونړۍ او د بشري تاریخ تر ګردو وحشي جګړه دوامداره وساتله .
مګر داچې له جګړې تېښتې دامریکا نظامي پرستیژ څومره تنزیل سره مخ کړدا د هر هېواد د نظامی او دفاعي ماهرینو له خوا خپلو حکومتونو ته تجزیه کیږی نو ، دغه یوازینی اړخ دی چې د بایډن چې د سیالو او رقیبوهېوادونوله ناغوښتو پوښتنو سره مخامخ دی او غواړی په دې توګه افغانستان په یو بل نیابتي جګړې کې ښکیل وساتي ترڅو د سیمې ځواکمن هېوادونه لکه روسیه او دهغې همسایه هېوادونه ، چین او ایران ورڅخه په فارغ ذهن خوب ونشي کړای او دغه ناکراره نکته همداسې ناکراره وساتي .
د نړېوالو حقوقي اسنادو په استناد، امریکا پرنورو دیپلوماتیکو پروسیجرونو سربېره په نظامي لحاظ دا واک لري چې دکتاتور سیستمونه او هغه تړلې او مقید نظامونه دبشری حقونو د نقض موارد یی له شمېره ووځي او خلک د بنستیزو بشري حقونو څخه بې برخې وساتي .امریکا د نظامی برید په پایله دکتاتور او استبدادی رژیمونه نسکور او د دیموکراسي او جمهوریت پر لور یی سوق کړي ، پدې لحاظ امریکا ته د د دیپلوماسې مور هم ویل کیږي چې د روان پېړۍ په ترڅ کې یی په عراق ، مصر ، لیبیا ، سوریه او افغانستان کې دحاکموو نظامونو په نسکورولو سره د سیستم ماهیت وربدل کړي، مګر برعکس امریکا او یا کوم بل هېواد یا د ملګرو ملتونو سازمان دا حق نه لري چې یو جمهوری دیموکراتیک سیستم را وپرځوی او پر ځای یې د ترهګرو افراطی نظام ته لاره هواره کړي چې دغه معکوسه فرضیه یې په افغانستان کې د طالب جنګي ډلې په واک ته رسولوسره عملا وښوده .
دترهګرئ په عنوان یی د طالب سره شل کاله مرګوني جګړه توده وساتله او د زرونو بیګناه ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شوه مګر پایله کې یی د خلکو په رایه او اراده رامنځ ته شوی جمهوری دیموکراتیک او ټولشموله نظام ړنګ او پر ځای یې طالب ترهګره ډله واک ته ورسوله .
دجنګ او سولې له پاره دنړېوالو ترمنځ خطوط او حدود مشخص شویدي چې په هغې د جګړې مشروع او نامشروع برخې مشخصې شوې دي د جګړې په ترڅ کې یو هېواد نشي کولای چې دزرګونو بیګناه ملکیانو دوژنې پر جنایت سربېره د ملتونو شتمني په زور لیلام کړي دغې عمل ته نړېوالو حقوقی دکترینو هېڅ مشروعیت نه دی ورکړی ځکه چې دا کار د حکومتونو ترمنځ داختلافاتو زجر پر ملتونو تحمیلوي او د ملتونو ترمنځ د مزمنې دشمنۍ او بدنیتۍ سبب ګرځي چې په نړېوالو حقوقي سندونو کې دا کار تجاوز او تیری بلل شوی او تیری کوونکي لوری یی متضرر لوری ته د غرامت پر ورکړه مکلف ګڼل شوی دی چې ښکاره بېلګه یی له عراق څخه پر کویت د بریدو د غرامت اخېستل دی .
ولسمشر بایدن د خپلو ولسمشریزو واکونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور له مخې چې د نړېوال امینت اودثبات خوندی ساتلو پر محوریت راڅرخی ، دا صلاحیت نلري چې ګواکې د یوه ملت شتمني دې دخپلو عقدو د سړولو د اوزار په توګه ضبظ او لیلام کړي .
دافغانانو او امریکا ترمنځ د ځواکمنتیا توازن یو شی نه دی نو ځکه افغانان د ولسمشر بایدن څخه ددغې اقدام پوښتنه ښایی ونشي کولای اما د نړۍ د هېوادونو ترمنځ ښآیی دغه چاره په یو داسې بشر دښمنه رنځ او رقابت یا عرف او کلتور بدل شي چې له امله یی د ټولنیز عدالت مېنه سپېره او هر زورور د کمزوري په خوراک پسې ژبه راوباسي او دداسې کلتور په ترویج سره ممکنه نده چې دنړۍ ثبات او استقرار وساتل شي ، دهمدغې باریکۍ له امله دنړۍ هېوادونه باید او شاید د ولسمشر بایډن فرمان وننګوي او دافغانانو شتمنی خپله افغانانو ته وسپاري او موږ باور لرو چې دامریکا ولسونه او سیاسي لوري به هم ددغې اقدام خلاف خپل غږ دافغان له غږ سره یو ځای کړي.
دافغانستان شتمني طالب ته سپارل په ټوله معنی د ترهګرۍ مالي تمویل دی او دا نړېوال جنایت دی چې د یوه شل شوټ ملت شتمني ورڅخه و تروړي او ترهګرۍ ته یی د ودې ورکولو په چارو کې ولګوي .
ولسمشر بایډن باید ددې بیخونده اقدام پرځای ددغې شتمني په استرداد کې د نړېوالې ټولنې منجمنت ته مراجعه کړي وای او دا شتمني یی د طالب پر لاس نه بلکې د ملګرو ملتونو د اړوندو سازمانونو پر مټ خپلو مستحقو ته رسولي وای چې دا د بایډن په رسمي واک کې شامله موضوع هم ده خو چې بیا یی هم دخپلسري تصرف حق ځانته ورکوي نو دا پدې معنی ده چې ولسمشر بایډن له افغان ولس سره عقده پالي او خشن او کرکجن برخورد ورسره کوي .